نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حق اني او رهبري پلاوي د مبارکۍ پیغام!

Akmal_admin
Thu, May 05 2022 4:39 AM
cd

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حق اني او رهبري پلاوي د مبارکۍ پیغام!

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیم

محترم امیرالمؤمنین شيخ هِبة الله اخندزاده (حفظه الله)، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند، د ریاست الوزراء محترمو مرستیالانو، د کابینې محترمو غړو، علماء کرامو، ګرانو مجاهدینو، د اشغال د خاتمې او خپلواکۍ د لارې د شهیدانو قدرمنو کو رنیو، استاذانو، محصلینو، افغان مجاهد ولس او ټول اسلامي امت ته د زړه له کومي د کوچني اختر مبارکي وایو.

هيله لرو چې د درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو روژې، طاعات، عبادات او صدقات به د رحمت، مغفرت او برکت په دې مبارکه میاشت کې د الله سبحانه وتعالی په دربار کې قبول شوي وي.

درنو هېوادوالو!

زموږ ګران هېواد افغانستان څه دپاسه څلور لسیزې د نړۍ د سترو قدرتونو له مستقیمو او غیر مستقیمو مداخلو او ستونزو سره لاس او ګریوان و، چې په پایله کې یې زموږ د خلکو ټول فزيکي، ديني، کلتوري او ټولنيز جوړښتونه زیانمن شوي دي.

د افغانستان غیور او با شهامته ولس د اشغال او تیري پر وړاندې چوپ پاتې نه شو، په ځانګړي ډول په تېرو دوو لسیزو کې د خپلواکۍ د لارې ډېر مشالونه وځلېدل، له خپلو ديني او کلتوري ارزښتونو څخه د دفاغ او ملي هويت ساتلو لپاره یې خپل خواږه وجودونه قرباني کړل.

اوس الحمدالله د ا.ا.ا له فتحې وروسته، افغانستان خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړې، اشغالګر یې په ټيټو سترګو له دې خاورې شړلي او په افغانستان کې یو خپلواک او اسلامي نظام حاکم دی.

موږ باور لرو چې په هېواد کې د لوړو زده کړو په ودې او ځوانانو ته د علم په برخه کې د لا زیاتو فرصتونو په برابرولو سره، ډېر ژر د اسلام د لارې مجاهدینو او شهیدانو ارمانونو او موخو ته رسېدلی شو.

د افغانستان تحصیلي سکټور، په هېواد کې د یوه پرمختللي، په دیني او ملي ارزښتونو سمبال تحصیلي نظام حاکمولو او همدارنګه افغاني ټولنې ته د متدینو او بااستعداده ځوان علمي کادرنو د وړاندې کولو لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

په پای کې یو ځل بیا افغان باشهامته ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي د کوچني اختر مبارکي وایو او د ازادۍ د لارې شهیدانو پاکو روحونو ته د مغفرت دعا کوو.

د یوه اباد، پرمختللي، متعهد او اسلامي افغانستان په هیله!

په درنښت

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر

الحاج مولوي عبدالباقي حق اني

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS