د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره مل پلاوي د رابعه بلخي خصوصي پوهنتون څخه لېدنه او په یاد پوهنتون کې یې د دعوت او ارشاد له لوري د لېږل شوې طرحې د تطبیق څارنه وکړه.

Akmal_admin
Mon, May 09 2022 11:12 AM
cv

۸/۱۰/۱۴۴۳

۱۹/۲/۱۴۰۱

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره مل پلاوي د رابعه بلخي خصوصي پوهنتون څخه لېدنه او په یاد پوهنتون کې یې د دعوت او ارشاد له لوري د لېږل شوې طرحې د تطبیق څارنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت او ورسره مل پلاوي په داسې حال کې، چې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو اجرائیه رئیس هم شتون درلود، د رابعه بلخي خصوصي پوهنتون څخه لېدنه وکړه او په یاد پوهنتون کې یې د دعوت او ارشاد د طرحې د تطبیق څارنه وکړه.

په دغه لیدنه او څارنه کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د رابعه بلخي خصوصي پوهنتون محصلینو او کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد له لوري خصوصي پوهنتونونو لپاره ترتیب شوې طرحه بیان کړه او یادونه یې وکړه، چې یاده طرحه یې د اسلامي شریعت او د افغانستان کلتور او فرهنګ ته په کتو ترتیب کړې ده.

د رابعه بلخي خصوصي پوهنتون رئیس محمد ظاهر زارع په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا له لوري د خصوصي پوهنتونونو اړوند ټولو فرمانونو د تطبیق په اړه ډاډ څرګند کړ او په وینا یې، چې دوی ته د دعوت او ارشاد له لوري ورکړل شوې طرحه یې عملي کړې او عملي کولو ته یې ژمن دي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS