د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست خبرتیا

Akmal_admin
T

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو  او تخصصاتو  عمومي ریاست خبرتیا!

ټولو هغو داوطلبانو ته، چې په کندهار کې یې د تخصصاتو برنامو لپاره نوم لیکنه کړې وه، د لوړو زده کړو وزارت د مخکینۍ خبرتیا په اساس خبر ورکول کېږي، چې د داوطلبانو نوم لیکنه د یکشنبې په ورځ د 1443 هـ ق کال د شوال میاشتې پر 22 مه نېټه د سهار له 8 بجو څخه د مازدیګر تر 4 بجو پورې په کندهار کې د عینو مینې، کبانو(ماهیانو) فوارې 30 او 31 نمبر سړک پای، د احمد ولي خان ښوونځي او مدرسې ترڅنګ اخیستل کېږي.
همدا راز تحریري ازموینه د 1443 هـ ق کال د شوال میاشتې پر 23 مه نېټه د دوشنبې په ورځ او تقریري ازموینه د 1443هـ ق کال د شوال میاشتې پر 26 مه نېټه د پنجشنبې په ورځ اخیستل کېږي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره په دغو شمېرو اړېکه نیولی شئ!
اړېکشمېرې:
0789118053
0703697018

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements