د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي په کندهار ولایت کې د څلورو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو څارنه او ارزونه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي په کندهار ولایت کې د څلورو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو څارنه او ارزونه وکړه.
د یاد پلاوي مشري، چې د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د لېسانس برخې د څارنې او ارزونې آمر قاضي عبدالباري غفاري کوله، په کندهار ولایت کې د میرویس نیکه، بېنوا، سبا او ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې له نیږدې وڅارلې او هر اړخیزه اروزنه یې وکړه. نوموړي پلاوي د یادو خصوصي تحصیلي مؤسسو له مسؤلینو وغوښتل چې په اسلامي، اخلاقي او علمي ارزښتونو سمبال محصلین ټولنې ته وړاندې کړي.
همدارنګه د یادو خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلانو د لوړو زده وزارت د څارنې او ارزونې ریاست له پلاوي څخه د مننې تر څنګ، د لوړو زده کړو وزارت د پالیسیو د عملي کولو ژمنه وکړه.
