د ملګرو ملتونو له لوري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني پر سفرونو د بندیزنو په غبرګون کې د کابل څلورو مرکزي پوهنتونونو استادانو اعتراضيه ناسته وکړه

Akmal_admin
Wed, Jun 29 2022 10:10 AM
قب

د ملګرو ملتونو له لوري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني پر سفرونو د بندیزنو په غبرګون کې د کابل څلورو مرکزي پوهنتونونو استادانو اعتراضيه ناسته وکړه. په یاده ناسته کې چې د کابل، کابل طبي، کابل پولي تخنیک او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو مشرتابه او استادانو ګډون کړی و، د کابل پوهنتون علمي مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي د ناستې پرانیسته وکړه او ویې ویل، چې په تېرو لسو میاشتو کې ملګرو ملتونو له موږ سره د لوړو زده کړو په پرخه کې هېڅ کوم د پام وړ همکاري نده کړې. وروسته د کابل طبي پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د لوړو زده کړو وزارت پر مشرتابه د بندیز زیانونه ټول د افغانستان په تحصیلي او اکاډمیکه برخه پورې تړلي وبلل. دغه راز د کابل پوهنتون استاد پوهنیار عبدالله اواب په خپلو خبرو کې وویل، چې نړیوالو همېشه د افغانانو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي دي. د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهندوی سیدالرحمن احساس د لوړو زده کړو وزارت فعالیتونو او د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: «د دې پر ځای چې نړیواله ټولنه د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ ته تقدیر نامه ورکړي او فعالیتونه یې وستایي، خو له بده مرغه چې دوی برعکس کار وکړ او محدودیت یې پرې ولګاوههمدارنګه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنمل شاه رُخ رؤفي وویل، چې موږ په علمي ډګر کې له نړۍ سره اړیکو، هوکړو او د هغوی تجروبو ته اړتیا لرو، چې دا یوازې او یوازې د سفرونو او دوه اړخیزو اړیکو له لارې ممکن دي. د ناستې په پای کې د یادو پوهنتونونو استازو یو پنځه ماده ییز پرېکړه لیک صادر کړ، چې له ملګرو ملتونو څخه یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پر سفرونو د بندیز لغوه کېدل غوښتي و او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS