د البیروني پوهنتون د استاد پوهاند دوکتور محمد نعیم "شریف" د مړینې په مناسبت د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او همدردۍ پیغام

nasir_admin
Sat, Jul 02 2022 5:15 PM
U

3/12/1443
11/4/1401
د البیروني پوهنتون د استاد پوهاند دوکتور محمد نعیم "شریف" د مړینې په مناسبت د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او همدردۍ پیغام!

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون یو تن پخوانی استاد او پخوانی علمي مرستیال پوهاند دوکتور محمد نعیم "شریف" وفات شوی دی.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ
ارواښاد پوهاند دوکتور محمد نعیم "شریف" د هېواد علمي ټولنې ته د خدمت او د ځوان نسل د تحصیل په لاره کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې او هڅې کړي دي.
له نوموړي څخه ۲۰ ګټور اثار پاتې دي، چې درې عنوانونه یې د هېواد د پوهنتونونو په کچه د درسي کتابونو په توګه تدریسېږي.
دغه راز د نوموړي نور څېړنيز اثار هم په هېواد کې دننه او بهر چاپ شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ هیئت، د هېواد د تحصیلي بنسټونو استادان او محصلین د نوموړي مړینه د هېواد د علمي ټولنې لپاره یوه ستره ضایع بولي، د مرحوم کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای ج له درباره مرحوم ته د جنت فردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.

په احترام
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS