د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت له کارکوونکو سره د کارونو د ښه والي او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه ناسته وکړه.

nasir_admin
Sat, Jul 23 2022 11:15 AM
Ministry

په همدې تړاو جوړه شوې ناسته، چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه پکې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د یاد وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، چې خپل کارونه په دقت او روڼتیا سره ترسره او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له اسانۍ څخه کار واخلي.

الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د ملګرو ملتونو له لوري د ده پر سفرونو بندیز ته په اشارې سره وویل: «د یوه هېواد پرمختګ په لوړو زده کړو سره کېدای شي؛ خو بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې پرمختګ نه غواړي؛ ځکه خو نه خپله مرسته کوي او نه موږ ته اجازه راکوي، چې نور هېوادونه د افغانستان تحصیلي بنسټونو سره مرستې ته راوبلو

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې موږ د لوړو زده کړو د پرمخګ هوډ لرو او هڅه کوو چې له نړۍ سره یې سیالې کړو او د افغانستان اړتیاوو ته په کتو متخصص او علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړو.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS