د لوړو زده کړو وزارت پلاوی ددې وزارت د تخصصاتو او جامعاتو عمومي ریاست د معتبرو ديني جامعاتو د تأسیس او ثبت رياست رئيس مولوي اسدالله فريد په مشرۍ د نېمروز لوړو زده کړو مؤسسې د څارنې او ارزونې په موخه ياد ولایت ته لاړل.

nasir_admin
Thu, Jul 28 2022 7:39 AM
wide

دغه پلاوي د يادې تحصيلي مؤسسې له بېلا بېلو څانګو څخه تر څارنې او ارزونې وروسته د يادې تحصيلي مؤسسې د مشرتابه غړو، استادانو او کارکوونکو سره د نيمروز د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونېزو پروګرامونو د پياوړتيا، زده کړو ته د ځوانانو د هڅولو او د نېمروز لوړو زده کړو مؤسسسې کې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې وکړې.
مولوي فريد د علم  او تحصيلي بنسټونو د اهميت په اړه د خبرو پر مهال د کيفيت د تضمين پروسې د تطبيق په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د هڅو، د تدريس، اداري، لابراتوار، جومات او د کتابتونونو ترميم ته د پاملرنې په اړه خبرې وکړې.
د معتبرو دیني جامعاتو د ثبت او تأسيس رئيس ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت د شته امکاناتو له مخې به د نيمروز د تعليمي ادارو د اړتياوو د پوره کولو لپاره اقدام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د کندهار او ارزګان ولایتونو د لوړو زده کړو تحصيلي بنسټونو څارنه او ارزونه د یاد پلاوي له لوري ترسره شوي وه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS