د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلینو چارو رئیس په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، جوزجان ولایت ته د کاري سفر پرمهال د یاد ولایت د خصوصي تحصیلي بنسټونو څارنه او ارزونه وکړه.
24/1/1444
31/5/1401
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلینو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، په داسې حال کې چې د علمي برنامو د پراختیا رئیس انجینر روح الله روحاني، مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک او د محصلینو د همغږۍ امر ویس الدین بریالي، همدارنګه د جوزجان پوهنتون د رهبرۍ پلاوي یې ملتیا کوله، د دغه ولایت د متانت، برلاس، شمال، امیر علي شیر نوايي او طلوع سعادت د خصوصي لوړو زده کړو موسسو له علمي، اداري او تدریسي څانګو څخه څارنه او ارزونه وکړه.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلینو چارو رئیس انجینر سید اسماعیل روحاني، د جوزجان ولایت د خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو سره په ناسته کې، په خصوصي تحصيلي مؤسسو کې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت هوډ لري، څو د خصوصي لوړو زده کړو په مؤسسو کې کورسونه او اداري سيسټم په نويو حل لارو په واقعي ډول اصلاح کړي او په دې بنسټونو کې د خيالي محصلينو د نه شتون په بشپړ ډول مخنيوى وکړي.
په دې ناسته کې همدارنګه یاد پلاوي، د جوزجان ولایت د خصوصي تحصیلي بنسټونو د مسؤلینو مشکلات او نظرونه واورېدل او یادو مسؤلینو ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
