د علي اباد په تدریسي روغتون کې د داخله ناروغیو ۲۰۰ بستریزه ودانۍ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

nasir_admin
Sun, Sep 04 2022 10:54 AM
dsdsss

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې، چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پيل شوه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د یادې ودانۍ په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل:« اسلامي نظام مکلفیت لري، چې د خلکو دیني او دنیاوي ضرورتونه پوره کړي؛ نو په همدې موخه د لوړو زده کړو وزارت په خپل ټول توان هلې ځلې پیل کړي دي، چې د نننۍ ۲۰۰ بستریزې ودانۍ پرانېستل کېدل یې ښه بېلګه ده.»
سرپرست وزیر زیاته کړه:« موږ او تاسې ته بهرنیان دا هېواد نه جوړوي؛ نو اوس موږ مسؤلیت لرو، چې له شته امکاناتو ګټه پورته کړو او خپلو هېوادوالو ته په ریښتیني ډول خدمت ترسره کړو.»

په دغه ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي او تدریسي روغتونونو رئیسانو، امرینو او مسؤلینو ګډون کړی وو، د کابل طبي پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني، د کابل طبي پوهنتون علمي مرستیال پوهاند امرخېل او د کابل طبي پوهنتون استاد شمس الرحمن رحماني په خپل وار وار سره خبرې وکړې، د ۲۰۰ بستریز روغتون ودانۍ پر پرانیستل کېدو یې خوښي څرګنده کړه او دا چاره یې د هېواد په پرمختګ کې مهم اقدام وبللو. 
د غونډې په وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت له مسؤلینو او خلکو وغوښتل، چې باید خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن اوسو، په اسلامي نظام کې د عبادت په نیت تر هر چا زیات کار او خدمت وکړو.
همدارنګه د نوموړي له لوري د هېواد د تحصیلي ډګر پیاوړتیا د هېواد پرمختګ او په ځان بساينې لپاره وروستۍ دعاء هم وشوه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS