د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په خپل کاري دفتر کې د جنوبي افریقا د علماوو ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسئول سره وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر افغانستان ته د نوموړي په راتګ خوښي وښوده او د دغه وزارت د تیر یوه کال لاسته راوړنو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل.
سرپرست وزیر زیاته کړه ا.ا.ا له راتګ وروسته د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو په اصلاح، د تحصیلي نصاب په اصلاح او پراختیا، د نویو استادانو د جذب، په ټولو دولتي پوهنتونونو کې د شرعیاتو پوهنځي ایجاد، د افغان نړیوال پوهنتون رامنځته کول، د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست ایجادول او نور هغه فعالیتونه چې د لوړو زده کړو وزارت له لومړیتوبونو څخه وو، ترسره کړي دي، چې پر نورو پروګرامونو یې کار روان دی.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دې وزارت اړوند د رغنیزو پروژو او ترانسپورټ ترڅنګ نورې اړینې غوښتنې د جنوبي افریقا د علماوو ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسئول سره شریکې کړې.
وروسته د جنوبي افریقا د علماوو ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول مولانا بلال خبرې وکړې، د ا.ا.ا په بریا یې خوښي وښوده او ویې ویل، چې د جنوبي افریقا علماء په افغانستان کې د ا.ا.ا په بریا او یاد هېواد کې د جنګ پای ته رسیدو له امله خوښ دي.
نوموړي همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د غوښتنو په اړه وویل، چې د دوی غوښتنې به د خپلې ټولنې له مسئولینو سره شریکې کړي.
همداراز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په بلنه د جنوبي افریقا د علماوو ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول د افغان نړیوال پوهنتون او د دیني جامعاتو او تخصصاتو له لوی ریاست څخه هم لیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او د یاد وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود.
