د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او مل پلاوي په کندوز ولایت کې د شمال ختیځ زون علماؤ کرامو سره ناسته ترسره کړه.

ameen_admin
Thu, Nov 24 2022 4:17 AM
hkjfdgk


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي  نداء محمد  ندیم صاحب په یاده غونډه کې، علماء کرام د انبیاء(ع) وارثین او د ټولنې اصلاح کوونکي وبلل او زیاته یې کړه:« د اسلام په تاریخ کې علماؤکرامو تر هغه چا زیات تکلیفونه، سختۍ، مهاجرتونه ګاللي او قربانۍ یې ورکړې دي.»
سرپرست وزیر له علماؤ کرامو وغوښتل، چې د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت سره د تېر په څېر خپله همکاري جاري وساتي او د هېواد او تحصیلي نظام د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې خپلې لازمې مشورې ورسره شریکې کړي.
بل لور ته په دې راټولېدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: « په افغانستان کې شل کاله بهرنیانو وخت تېر کړی، دوی دلته د فزیکي جګړې سره - سره فکري جګړه هم پرمخ وړې ده، چې ددې فکري جګړې مهارولو، فساد مخنیوي او ټولنې اصلاح برخو کې د علماؤ کرامو رول ډېر مهم دی او دا د دوی مسؤلیت دی، چې په یادو برخو کې خپل مسؤلیت اداء کړي.»

په یاده ناسته کې، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي  نداء محمد  ندیم صاحب، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ، د تخار والي مولوي ضیاء الرحمن مدني ، د کندز والي مولوي نثاراحمد نصرت، د کندز ولایت د استخباراتو مسؤل، امینه قومندان او دیني علماؤ کرامو ګډون کړی وو.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS