د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین او ورسره مل پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ازموینو له بهیره لېدنه او څارنه وکړه.

nasir_admin
Sun, Nov 27 2022 1:10 PM
Hjskkejjdjhjjkjnd

د یادې لېدنې او څارنې پرمهال د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ ظاهر خان خادم د محصلینو ستونزې واورېدې، دوی یې زده کړو ته تشویق کړل او د ازموینې شفافیت ډاډ يې ورکړ.

دغه راز سرپرست معین په یاد پوهنتون کې د محصلینو عملي کار ځای څخه لېدنه وکړه، چې د چاپیریال ساتنې ډېپارټمنټ امر مسیح الله صافي له لوري معلومات ورکړل شول.

بل لور ته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو په استازولۍ، د طبیعي علومو پوهنځي د څلورم سمستر محصل محمد شهیر او د انګلیسي ادبیاتو پوهنځي محصل فیض الله حکیمي، د محصلینو د تدریسي نصاب بشپړ لوستلو، له دوی سره د استادانو ښې رویې، لارښوونو او د ازموینې پروسې شفافیت څخه خوښي څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په یو شمیر پوهنتونونو کې د خزاني سمستر ازموینې پیل شوي دي.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۴/۵/۳هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۶ هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۲۷م

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS