د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په لړ کې د ختیځ زون علماء کرامو سره تعارفي او مشورتي ناسته ترسره کړه.

nasir_admin
Fri, Dec 09 2022 7:24 AM
Hjbcdrhjjhcxvbjk

په یاد ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په داسې حال کې چې د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان دیني علماوو، ننګرهار والي او یو شمېر نور چارواکي ګډون درلود، افغانستان کې د اسلامي نظام پر اهمیت او د دې نظام تر چتر لاندې د دیني او عصري زده کړو پر نږدې والي خبرې وکړې.

لوړو زده کړو سر‍پرست وزیر زیاته کړه: « موږ د مدرسې او پوهنتون ترمنځ  د واټن ختمولو په برخه کې ګټور ګامونه اوچت کړي دي او په دې برخه کې یو لړ پرمختګونه هم ترسره شوي دي.»

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مسلکي کسانو د ګومارلو پر اړتیا او د مسلکي کسانو څخه د ملاتړ په برخه کې هم خبرې وکړې او ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به اړین ګامونه واخیستل شي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير د افغانانو سپيڅلي جهاد ته په اشارې سره وويل، چې په هېواد کې فزيکي جګړه ختمه شوې؛ خو فکري جګړه دوام لري او دا يې د علماوو او ځوانانو مسئوليت وباله چې پر وړاندې يې مبارزه وکړي.

همداراز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د خپلو خبرو په دوام یوځل بیا استادانو او محصلانو ته د ا.ا.ا پاليسي پر تطبيق د ټینګار ترڅنګ، د شريعت په چوکاټ کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه، چې په هېواد کې څلويښت کاله پوهنتون د بېلابېلو افکارو او سیاست ډګر پاتې شوی او له دې وروسته به پوهنتونونه يوازې د پوهې او پرمختګ په موخه وکارول شي.

وروسته د ختیځ زون د علماء کرامو په استازيتوب د ننګرهار استیناف محکمې رئیس شيخ محمد ګلاب فاروقي، شیخ القران والحدیث  محمد ګل وهاج او شیخ القران والحدیث امیرالرحمن نعماني په خپلو خبرو کې علماوو سره په ټولو چارو کې مشوره نیک اقدام وباله.

د کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو علماوو په استازيتوب مولوي عبدالمالک، مفتي سيد محمود نعماني او مولوي محمد قادر طارق وويل، چې د پرمختګ مخالف نه يو؛ خو بايد تعليمي ادارې د شريعت په چوکاټ کې فعاليت وکړي.

يادو علماء کرامو د عامه اذهانو جوړونې، په مدرسې، ښوونځي او پوهنتون کې د ديني او عصري علومو تدریس او يو شمېر نورو برخو کې خپل وړانديزونه شریک کړل.

په ختيځ کې د خالد بن وليد قول اردو مرستيال مولوي محمد نظامي په خپلو خبرو کې تعليمي ادارو او ټولو قشرونو ته د امنيت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د خلکو سرومال ساتنې په موخه به د مخربو او اخلالګرو پر وړاندې قاطع اقدامات تر سره کړي.

۱۴۴۴/۵/۱۴ هـ ق 1401 /9/17 هـ ش 2022/12/7 م

د لوړو زده کړو مطبوعاتي دفتر

 

 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS