د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه.

ameen_admin
Wed, Feb 22 2023 10:59 AM
fddssffdsfds


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د ګومارنې پر مهال باید تعهد او تخصص ته پام وکړي او په علمي چارو کې په هېڅ وجه غیر مسلکي کسانو ته ځای ورنکړل شي. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د وزارت مرکزي ادارو او دویمي واحدونو د تشکیلاتو اړتیاوې په نښه شوي او په دې برخه کې کارونه په چټکۍ روان دي. نوموړي د دغه وزارت مسؤلین خپلو چارو ته لا زیات متوجه کړل، تر څو نوی تحصیلي کال له ستونزو پرته او په ښه ډول پیل شي. 

همدارنګه د تېرو شوراګانو پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د اړوندو کمېټو راپورونه واورېدل شول. 

وروسته له اجنډا سره سم د ۱۴۰۲هـ.ش تحصیلي کال د کالیزې او مهالوېش، د دولتي دیني تخصصاتو او جامعاتو د علمي کادري غړو د رتبو د تثبیت او عملي کولو کړنلارې او همدارنګه د خصوصي او دولتي تحصیلي بنسټونو د محصلینو د ځینو ستونزو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې. 

دغه راز په یاده شورا کې پرېکړه وشوه چې د افغان نړیوال پوهنتون، چې په تېر نظام کې یې فعالیت درلود، د محصلینو د اسنادو طی مراحل او نورې ستونزې حل شي. 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS