د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب له غزني پوهنتون او زابل لوړو زده‌کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه

nasir_admin
Fri, Mar 10 2023 1:40 PM
Ijvcdfghkopljza

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپل کاري سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون او د غزني تخنیکي پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ یې د یادو پوهنتونونو له مسؤلینو او استادانو سره ناسته وکړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په غزني پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، افغانستان جګړو او ناخوالو ویجاړ کړی دی، د ودانولو لپاره یې باید ټول په ګډه یو بل ته لاس ورکړو او تر خپلو مسئولیتونو ډېره هڅه وکړو.

همداراز یې استادانو ته وویل، چې د هېواد ځوان نسل راتلونکي رهبران دي نو تاسو یې په اسلامي ثقافت وروزئ.

د یاد سفر پر دوام سرپرست وزیر د زابل ولایت د ميرويس خان نيکه لوړو زده‌کړو مؤسسې څخه هم لیدنه وکړه او د درسي او اداري خونو په ګډون یې د مؤسسې ټولې برخې وکتلې.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر په زابل ولایت کې جوړې شوې غونډې ته په داسې حال کې چې د زابل مرستیال والي هم شتون درلود وویل، چې د لوړو زده‌کړو وزارت د بېلابېلو پوهنځیو د نصابونو بیاکتنه کړې او په پلان کې ده، چې د نصاب بیا کتنې ترڅنګ په پوهنتونونو کې څېړنېز مرکزونه هم جوړ شي. هغه زیاته کړه چې، موږ هر وخت ستاسو په چوپړ کې یو او موږ حاکمان نه بلکې د ولس خادمین یو.

١٤٤٤/٨/١٧

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS