د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر سره وکتل.

eshaq_admin
Mon, May 22 2023 12:16 PM
grfgd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره په لیدنه کې د صنعت، تجارت او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو په برخه کې د چین د مرستو ستاینه وکړه. نوموړي د افغانستان او چین تر منځ د ښو اړیکو اوږدې مخینې ته په اشارې سره په راتلونکې کې هم د چین له جمهوریت سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړه. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر څخه وغوښتل چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو د وېزو او سکالریشپونو په برخه کې ستونزې حل او افغان محصلینو ته لا زیات سکالرشیپونه ورکړي. 

همدارنګه د چین سفیر وانګ یو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وروستي فعالیتونه وستایل او په تحصیلي ډګر کې یې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه وکړه. 

د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې د دواړو اړخونو تر منځ پر ګډو علمي او اکاډمیکو همکاریو او افغان محصلینو ته د لا ډېرو سکالریشپونو پر ورکولو خبرې وشوې.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS