د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر دوام د ننګرهار پوهنتون له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او چارې یې و ارزولې.

eshaq_admin
Wed, Jun 21 2023 7:23 AM
dfsdfs

یاد پلاوی، چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ یې د هېواد د تحصیلي نهادونو ارزونه پیل کړې پر دوام یې د ننګرهار پوهنتون له ټولو تدریسي، څېړنیزو پروژو، لابراتوارونو، کتابتونونو، اداري او زیربنایي برخو څخه لیدنه وکړه او چارې یې په عمومي او تخصصي ډول و ارزولې.
دغه ارزونکی پلاوی، چې درې بېلابېلې ( د عمومي ارزونې کمېټه، د ځانګړو چکلېستونو او تخصصي ارزونې کمېټه او د H.E.M.I.S او ساده سازۍ په اړه د معلوماتي پرېزنټېشنونو دایرولو کمېټه) پکې شاملې دي، د پوهنتون د لاپرمختګ او معیاري کولو په موخه یې د نوموړي پوهنتون د هرې برخې څخه لیدنه وکړه، نیمګړتیاوې او ستونزې یې په ګوته کړې او همدا راز یې اداري کارمندانو ته د ساده سازۍ او استادانو ته د H.E.M.I.S سیستم په اړه معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې دغه ارزوونکی پلاوی به  د ټولو کمېټو پایلې راټولې کړي او د یوه راپور په ډول به یې د پوهنتون له مسؤلینو سره د حل په موخه شریکې شي، ترڅو په اړوندو برخو کې ورته په ګډه د حل لارې برابرې شي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS