د ازبکستان هيواد د لیسانس دورې تحصيلي بورسونو خبرتیا!

Anonymous (not verified)

Due

-

د کابل میشت ازبکستان سفارت د خپلې 01/362-UZ شمیرې20/12/2019 نیټې يادونې په ترڅ کې لوړو زده کړو وزارت ته د2020/2021 کلونو لپاره په بیلابیلو څانګو کې د ازبکستان هيواد تحصيلي بورسونو د ۵۰ سیټونو د ورکړې خبر ورکړی دی.
یاد شوي بورسونه د هیواد د پوهنتونو واجد شرایط محصلانو لپاره ځانګړي شوي و، لکه څنګه چې په پام کې دی، یو شمیر محصلانو له نوموړو بورسونو څخه تر اوسه پورې ګتې اخیستلو ته حاضر شوي نه دي، له همدې کبله دغه بورسونه د لاندینو شرایطو په نظر کې نيولو سره په آزاده توګه اعلانیږي:
• متقاضیان باید د 1395 څخه تر 1398 کلونو دولسم صنف فارغان وي.
• د نمرو فیصدي يې باید تر ۷۰% پورته وي.
• د تعلیمي اسنادو (شهادتنامې) درلودل.
• د تابعیت تذکرې درلودل

هغه واجد شرایط علاقمندان چې په يادو بورسونو کې د نوم ثبتولو غوښتونکي وي کولای شي چې تر 30/10/1398 نیټې پورې د پذیرش ۲۱ غرفې ته د خپل نوم ثبتولو او اسنادو تسلیمولو لپاره مراجعه وکړي.

ددې تر څنګ نوماندان مکلف دي چې خپل نوم په sms.mohe.gov.af ويب سايټ کې ثبت کړي.

یادونه: په هغه صورت کې چې د متقاضیانو شمیر له موجودو سیټونو څخه زیات شي، د ښوونځي د دریو کلونو د لوړو نمرو په نظر کې نيولو سره به انتخاب شي.

د نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ!

دانلود

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .