د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه.

ameen_admin
Wed, Jul 19 2023 8:24 AM
jkdfkjdskjdskjdskj


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ستونزې او نعمتونه د الله تعالی له لوري امتحان وبلل او د لوړو زده‌کړو وزارت له ټولو مسؤلینو یې وغوښتل چې د کارونو تر څنګ، خپلو اعمالو او عباداتو ته متوجه شي.
نوموړي په راتلونکي نوي ١٤٤٥ هجري قمري کال کې هم د الله تعالی له دربار څخه د توفیق هیله وکړه، چې دا کال هم د مسلمانانو په خدمت کې تېر کړي. 

همدارنګه د تېرې شورا پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د شویو کړنو راپورونه وړاندې شول. 
وروسته له اجنډا سره سم د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور ازموینې لپاره د ټاکل شوې کمېټې لخوا د ترتیب شوې کړنلارې پر مسودې، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د علمي کادر د دایمې جذب په هکله د مؤظفې کمېټې لخوا د ترتیب شوې لایحې پر مسودې، د ځينو فوق لېسانس برنامو د تقنیني اسنادو او احکامو د تعدیل په اړه او همدارنګه د خصوصي تحصیلي بنسټونو پر ځينو نورو موضوعاتو بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې. 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS