د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه.

ameen_admin
Tue, Oct 10 2023 11:02 AM
sdjhfskjdkfjsd


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په هېواد او نړۍ کې وروستیو پېښو ته په اشارې سره د هرات زلزلې قربانیانو او زیانمنو سره د مرستې راټولولو غوښتنه وکړه او د رهبري شورا له غړو یې وغوښتل چې د لوړو زده کړو وزارت له ټولو کارکوونکو څخه مرستې راټولې او د پېښې زیانمنو ته یې په وخت سره ورسوي. 
نوموړي زیاته کړه: «د پېښې له پېښېدو سره سم مې د تحصیلي بنسټونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې په هرات ولایت کې د زلزلې له زیانمنو لپاره مرستې راټولې کړي.»
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په فلسطین کې د مجاهدینو د جهاد ستاینه وکړه، د هغوی د خپلواکۍ هیله یې څرګنده کړه او ویې ویل چې الله تعالی دې د فلسطین د مجاهدینو نصرت وکړي. 
وروسته له اجنډا سره سم له پوهنیار څخه پوهنملۍ علمي رتبې ته د لېسانس استادانو د ترفیع پر څرنګوالي، له اصلي مؤلف څخه د ژباړن اجازه اخیستلو او مؤلف ته د پیسو ورکولو، د هغو محصلینو لپاره چې په پوهنتونونو کې ورته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه نه ده برابره، د ژبې تقویتي کورسونو د ایجاد پر څرنګوالي، په امارتي پوهنتونونو کې د فوق لیسانس برنامو د ایجاد او د مرکزي او دویمي واحدونو په دفترونو کې د رسمي لیکونو د اجرا او ګړندي کولو په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې. 
دغه راز د استادانو، محصلینو او کارکوونکو د ستونزو اورېدو او د حل په موخه یې د وزارت تر مقام پورې رارسولو لپاره یوه کمېټه وټاکل شوه او پرېکړه وشوه، چې د تخصصاتو او دوکتورا برنامو په تحصیلي اسنادو کې باید د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لاسلیک وکړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS