د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د افغانستان لوړو زده کړو په پیاوړتیا کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کارونه وستایل او ویې ویل چې جاپان د افغانستان او نړۍ تر منځ د تعامل رامنځ ته کولو هڅه کوي.
نوموړي وویل چې د هرات له زلزله ځپلو سره مو مرستې وکړې او په بحراني حالتونو کې له افغانستان سره مرستې ته تیار یوو. هغه د ډاکټر ناکامورا پروژو د تکمیل تر څنګ، د افغانستان له تحصیلي نظام سره د بنیادي کارونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، هغه ته په نوې دنده کې د بریا هیله وکړه. نوموړي د افغانستان او جاپان ښو اړیکو ته په اشارې سره د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو جوړولو په برخه کې د جاپان هڅې وستایې او ویې ویل چې نړیوال باید په اضطراري حالتونو کې د مرستو سربېره، د افغانستان په اساسي جوړونه کې برخه واخلي.
