د شیخ زاید پوهنتون په شمالي غونډیو کې د سیلابونو د مخنیوي او د دغه پوهنتون لپاره د اوبو ذخیره کولو په پار د یوه چيکډېم د جوړیدو ډبره کېښودل شوه.

ameen_admin
Wed, Nov 08 2023 6:45 AM
jksahdkjsakj


ياد چیکډېم د ۲،۱۷ ميلیونه افغانیو په لګښت د شیخ زايد پوهنتون په شمالي برخه کې رغول کیږي، چې د جوړيدو لګښت یې د خوست شمل خرم سیندیزې حوزې ریاست له خوا ورکول کیږي او د جوړيدو چارې یې د ياسر افغان ساختماني شرکت پر غاړه لري. 
په همدې موخه په شیخ زاید پوهنتون کې جوړې شوې غونډه کې د یاد پوهنتون مشرتابه پلاوي، د خوست مرستیال والي، د خوست ولایت د اقتصاد رئیس، د شمل خرم سینديزې حوزې رئیس او یو شمېر استادانو ګډون کړی و.  
د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد د شمل خورم سينديزې حوزې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې شیخ زاید پوهنتون ته یې اوليت ورکړ او د چيکډېم چارې یې نن عملاً پیل کړې. ښاغلي راشد زياته کړه چې د يادو چیکډیم په جوړېدو سره به د باران او ځمکې لاندې اوبو په ذخيره کولو کې مهمه ونډه ولري او د هغه سیلابي اوبو چې پخوا به یې د شیخ زاید پوهنتون ځینې برخې زيانمنولې د یاد چیکډېم په جوړېدو سره به یې مخنیوی وشي.
د يادولو وړ ده چې ياد چیکډېم د (۲۸) متره په اوږدوالي، (۵،۷) متره لوړوالي، (۳،۵) متره سور او د (۵۰۰) متره مکعب اوبو په ذخيره کولو سره به د (۵) هکټاره ځمکې د موسمي او سیلابي اوبو څخه د تخريب مخنیوي توان ولري.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS