د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ يو پلاوي د کونړ سيد جمال الدين افغان پوهنتون کې د پنځو نويو ډيپارټمنټونو د ايجاد ترڅنګ د ياد پوهنتون علمي - څېړنیزې مجلې «اند» مخکتنې مراسمو کې هم برخه واخیسته.

ameen_admin
Sat, Nov 11 2023 4:50 AM
zkhkfhdskjfkjds

په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، په داسې حال که چې د دې وزارت د څېړنې، تاليف او ژباړې رئيس دوکتور حميدالله مزمل، د سید جمال الدین پوهنتون رئيس پوهنمل محب الله محب، د یاد پوهنتون مرستيالانو، استادانو او محصلينو هم ګډون کړی ؤ؛ د نوموړي مجلې په اړه یې خبرې وکړې.
نوموړي وويل: «خوښ يم چې د اسلامي نړۍ ستر فيلسوف علامه سيد جمال الدين افغان رحمه الله علیه په ټاټوبي او د هغه په نوم نومول شوي علمي بنسټ کې؛ د علمي - څېړنيزې مجلې «اند» مخکتنه کوم.»
نوموړي د اند معنی ته په اشارې استادان او محصلين متوجه کړل چې د علم په ترويج او حصول کې د څېړنې برخې ته پوره پام وکړي او خپل فکر په نوښتونو ورټول کړي.
ورپسې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس پوهنمل محب الله محب،  علمي معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ  د دې علمي بنسټ په لاسته راوړنو او پرمختګونو تفصيلي خبرې وکړې.
له غونډې وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او مل پلاوي په کرهنې پوهنځي کې د هارټيکلچر ډيپارټمنټ پرانیسته وکړه او همدارنګه د رياضي او فزيک ډيپارټمنټ، د تاریخ او جغرافيې ډيپارټمنټ یې په مستقلو څلور ډيپارټمنټونو ووېشل.
همدارنګه ياد پلاوي د پوهنتون له بېلابېلو برخو؛ کمپيوټر لېب، کتابتون، د کيميا ډيپارټمنټ لابراتوار، کرهنې پوهنځي له څېړنيز فارم، د کمپيوټر ساينس او کرنې پوهنځيو د استادانو او محصلينو له څېړنيزو او عملي پروژو څخه هم ليدنه وکړه.
 علمي معين ديادو پروژو په ليدو خوښي وښوده او محصلينو ته يې نغدي ډالۍ ورکړې او هغوی يې لا نورو نوښتونو ته وهڅول.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS