د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پروان پوهنتون د ۱۴۰۲هـ.ش کال محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ameen_admin
Mon, Nov 20 2023 4:47 AM
uiyiuwiqueuiwe


د پروان پوهنتون د محصلینو په فراغتغونډه کې د پروان ولایتي ادارې مسؤلینو، د کابل پوهنتون رئیس، د پروان پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، د محصلینو کورنیو،  قومي مشرانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ فارغو شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل: «ستاسو فراغت په دې مانا نه دی، چې له زده کړو فارغ شوئ، تاسو یوازې د زده کړو یو پړاو تکمیل کړ، تر دې وروسته به هم خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکوئ او په انفرادي ډول به خپلې مطالعې جاري ساتئ.»
نوموړي محصلینو ته وویل چې د پوهنتون تحصیلي دورې باید ستاسو په علم، اخلاقو، فکر، منطق او استدلال کې مثبت بدلون راوستلی وي او باید ټولنې ته د مسؤلیت پذیره اشخاصو په حیث وړاندې شئ. 
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل: «موږ تر هغه وخته خپل هویت، ثقافت او تاریخ نه شو ساتلی، تر څو چې علم ته د علم په سترګه ونه ګورو او ارزښت ورنکړو.» هغه د لوړو زده کړو وزارت د تېرو دوو کلونو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې دغه وزارت د علم پراختیا او لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.
همدارنګه د پروان ولایت والي مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني وویل چې د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ لامل علم او ټکنالوژي ده او موږ هم باید ځانونه د نړۍ علمي کاروان ته ورورسوو. 
وروسته د پروان پوهنتون رئیس دوکتور محمد عزیز کاظم د پروان پوهنتون په اړه معلومات ورکړل او له فارغو شویو محصلینو څخه یې وغوښتل چې په پوره اخلاص د خپل هېواد او خلکو لپاره خدمت وکړي.  
د یادولو وړ ده چې د پروان پوهنتون ۹ پوهنځيو له ۲۷ څانګو څخه (۸۷۸) کسان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول. دغه راز د غونډې په پای کې فارغو شویو محصلینو ته مبارک پاڼې ووېشل شوې.
هېره دې نه وي چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پروان والي او یاد پوهنتون مشرتابه پلاوي په ملتیا د ۵،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پروان پوهنتون ختیځ، لوېدیځ او جنوب لوري احاطوي دېوال او لیلیې پخلنځي د ترمیم پروژو پرانیسته هم وکړه. 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS