د امارتي پوهنتونونو الکترونکي زده کړو بورډ مسئولینو او په سیسټم کې شاملو استادانو لپاره د لوړو زده کړو د ښوونیز مدیریت نوي سیسټم د پېژندنې او کارولو درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

ameen_admin
Wed, Nov 29 2023 4:40 AM
تینابتنیستنبس

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست له لوري د کابل ښوونې او رزونې په پوهنتون کې د مرکزي او یو شمېر ولایتي امارتي تحصیلي بنسټونو د الکترونیکي زده کړو اړوند مسؤلینو لپاره جوړ شوی و او موخه یې د (HELMS) لوړو زده کړو مديرتي سیسټم د پلي کولو څرنګوالی، د برېښنايي زده کړو له بنسټیزو مفاهیمو سره اشنا کېدل، د سیسټم د کارولو څرنګوالی، د داخلي کورسونو جوړول او د تدریسي موادو ترتیبول و.
د ورکشاپ په پای کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د کرونا وباء او د حضوري درسونو پر وړاندې ځينو نورو خنډونو ته په اشارې سره برېښنایي زده کړې د اوسنۍ نړۍ جدي اړتیا وبللې او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت هم په دې برخه کې کار پیل کړی او ډېر ژر به د برېښنایي زده کړو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. 
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هېواد نورو زونونو په تحصیلي بنسټونو کې هم د دا ډول ورکشاپونو د جوړولو خبر ورکړ او په دې برخه کې یې د وزارت له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS