د تبدیلۍ په اړه د لوړو زده‌ کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست خبرتیا!

ameen_admin
kjhiuwehuriew

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ (10/6/1445هـ.ق ، 2/10/1402هـ.ش) نېټه له یوه خصوصي تحصيلي بنسټ څخه بل ته او یا له امارتي (دولتي) تحصيلي بنسټ څخه خصوصي تحصيلي بنسټ ته د تبديلیو د فورمو د وېش لړۍ پيل شي.
داوطلبان کولای شي چې د لاندې شرطونو په نظر کې نیولو سره د تبديلۍ فورمه ترلاسه کړي:
1.    یو محصل په ټوله تحصيلي دوره کې يوازې یو ځل د تبديلۍ حق لري، د مخکينۍ تبديلۍ د درلودلو په صورت کې د دويمې تبديلۍ حق نلري.
2.    له یوه خصوصي تحصيلي بنسټ څخه بل ته او یا له امارتي (دولتي) تحصيلي بنسټ څخه خصوصي تحصيلي بنسټ ته هر کال یوازې د (جدې او دلوې) په میاشتو کې تبدیلي کېږي.
3.    هغه محصل چې په لومړي پوهنتون کې له دوو څخه په زیاتو مضمونونو کې عدم کريډېټ (چانس) وي، تبدیلي نه شي کولی.
4.    د تحصيل په وروستي کال کې په همغه ولایت کې تبديلي نشي کېدای.
5.    د تحصيل په وروستي کال کې له مؤسسې څخه پوهنتون ته تبدیلي نه شي کېدای.
6.    تبديلي يوازې په عین صنف، سمسټر او څانګه کې کېدای شي. 
د تبديلۍ د فورمو وېش په (10/ 6/1445هـ.ق ، 2/10/1402 هـ.ش) نېټه پيل او په (10/7/1445هـ ق ، 30/10/1402هـ ش) نېټه پای ته رسېږي.
داوطلبان کولای شي چې په ټاکلې موده کې د لوړو زده کړو وزارت له ويب پاڼې او یا د دغه وزارت له پذيرش دفتر څخه د تبديلۍ فورمه ترلاسه کړي.

د تحصييل بنسټونو محصالنو تبديلۍ غوښتلو فورمه) له خصويص څخه خصويص ته(

له دولتي پوهنتونونو څخه خصويص پوهنتونو ته د تبديلۍ فورمه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements