د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کونړـ ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال په کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت دری پروژې پرانیستې.

ameen_admin
Sun, Dec 17 2023 4:13 AM
jkhkjsdhfjsdk


یادې پروژې چې د کونړ ـ سید جمال الدین افغان پوهنتون د حفظ  او مراقبت پروژې او یوه اداري ودانۍ، داخلي سړکونو ترمیمات او ۴۰پایې کمپیوټر لب پېرل پکې شامل دي، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه تکمیل او د دغه وزارت سرپرست له لوري د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب یوې سترې ولسي غونډې ته، چې د کونړ ولایت مرستیال والي، امنیې قومندان، د جهادي مدرسې شیوخ کرامو، د کونړـ سید جمال الدین افغان پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه پلاوي او قومي مشرانو ګډون کړی و، وینا وکړه. 
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د ا.ا.ا مشرتابه د هېواد تحصیلي ډګر د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او تر نورو برخو یې ډېره بودیجه ورته ځانګړې کړې ده.  
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان خپلواکۍ ته په اشارې سره وویل: «هېڅ بهرني هېواد ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وکړي، اوسمهال افغانستان واحد قیادت لري، د افغانستان خلک د ورورولۍ او یووالي په فضاء کې د یو بل تر څنګ ژوند کوي، ډلې او ګوندونه نشته، فساد، غلا او رشوت پکې ختم شوي دي او د چا مرستې او پور ته اړتیا نه لري.» 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS