د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې مسؤلینو ته (د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پرګرامونو د چوکاټ) دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

ameen_admin
Mon, Dec 18 2023 7:57 AM
jkhkjasdjksad


یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په حضور کې پیل شو. په پیل کې د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې د علم او د تضمین کیفیت تاریخي قدامت او بیلګې بیان کړې.
علمي معین په اسلام کې تضمین کیفیت ته په اشارې سره وویل، چې په اسلام کې علم الرجال پخپله د تضمین کیفیت په معنی دی، چې د اشخاصو کیفیت معلوموي او دا د اسلام غوښتنه هم ده، چې هره چاره د اصولو او ځانګړو چوکاټونو په دایره کې ترسره شي.
نوموړي دغه راز د نورو علمي مرکزونو تر څنګ، دیني جامعاتو ته د ا.ا.ا د پاملرنې په اړه خوښي وښوده او ویې ویل: «د ویاړ ځای دی، چې له ډېرې مودې وروسته موږ او تاسو د دیني جامعاتو حکومتي سرپرستي وینو.»
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي او د دیني تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي هم د تضمین کیفیت پروسه د اداراتو او په ټوله کې د یوه علمي او تحصیلي مرکز په معیار برابرولو لپاره اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې به د جامعې مسؤلین د ۱۱ اصلي او ۴۹ فرعي معیارونو په اړه پوهه ترلاسه کړي او د تطبیق ساحې به یې وپېژني.
د یادونې وړده، چې د تضمین کیفیت پروسه د لوړو زده کړو وزارت اړوند په دیني جامعاتو کې په لومړي ځل پیل او تطبیق کېږي او یاد وزارت د خپلو اړوندو تحصیلي او علمي بنسټونو معیاري کولو ته ژمن دی. 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS