لوړو زده کړو وزارت کې د تحصیلي نصاب ملي کمیسیون د کار څرنګوالي لارښود د ورکشاپ په ترڅ کې ددغه کمیسیون نویو غړو ته ور وپيژندل شو

Anonymous (not verified)
Tue, Feb 04 2020 12:01 PM
ff

په دغه ورکشاپ کې چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس پوهنمل خواجه زبیر صدیقي تر مشرۍ لاندې تر سره شو، د کمیسیون د نویو غړو د معرفي کولو او د تحصیلي نصاب د کلسټرونو د کړنلارې توضیح کولو تر څنګ، د لیسانس زده کړه ییزې دورې لایحې (د کريډيټ لایحه)، د تحصیلي نصاب د بیا کتنې طرزالعمل، په کلسټرونو کې د پایته رسیدلي بنسټونو نصابونو پوره کولو او د بیا کتل شویو نصابونو د پلي کولو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا رئیس پوهنمل خواجه زبیر صدیقي د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون د موخو، برنامو، دندو او مسؤولیتونو د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې د لوړو زده کړو وزارت له اړوندو ادارو سره په همکارۍ له (۲) کلونو څخه په کمه موده کې د پوهنتونو له (۴۳) څخه زیاتو تحصیلي څانګو نصابونه پوره کړي او په (۷۴) نورو څانګو باندې کار پیل شوی دی.
د علمي برنامو د پراختیا رئیس وویل چې د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې په بهیر کې، د نصاب د ملي کمیسیون غړي آزاد لاس لري او کولی شي خپل هر ډول نظرونه او وړاندیزونه د تحصیلي نصاب د ښه والي په موخه وړاندې کړي.
همدا ډول د نصاب د ملي کمیسیون نویو غړو د مختلفو ډیپارټمنونو نصابونو چې د اړوندو کلسټرونو له لورې پایته رسیدلي، د کریډیت سیسټم لایحې، د تحصیلي نصاب بیا کتنې کړنلارو او په پوهنتونو کې د نوي نصاب د پلي کولو څرنګوالي په اړوند خپل اصلاحي نظرونه او وړاندېزونه وړاندې کړل او خبرې يې ورباندې وکړې.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS