د کابل پوهنتون ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو دآمریت خبرتیا

Anonymous (not verified)

ټاکل شوی ده چې کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ هجری لمریز کال لپاره د ماسټرۍ په ټولو پروګرامونو کې محصل جذب کړي ،نو د ماسترۍ پروګرام دنوم لیکنې پروسهد هیواد ټولو غوښتنوکو او مینوالو لپاره د ۱۳۹۹ کال د حوت میاشتې د لومړۍ نیټې څخه د ثور میاشتې تر ۳۱ نیټې پوري پیل کیږي.

د کابل پوهنتون ماسټرۍ په ټولو پروګرامونو کې د محصلینو دمنلو شرایط:

  • د لوړزده کړو وزارت لخوا د تایید شوي ډیپلوم او ټرانسکرپټ (د هغوی اصلې او رنګه کاپې)
  • د لیسانس دوري حد اقل ۶۵٪ سلنه
  • د تابعیت تذکره(اصلې)
  • دوه قطعې انځورونه

غوښتونکې باید لاندي موارد په پام کې ولري:

  • غوښتونکو ته د نوم لیکنې فورم ویش په اړوندو پوهنځیو کې تر سره کیږي.
  • ماسټرۍ پروګرام کې د نوم لیکنې فورم قیمت (۵۰۰)افغانۍ دي.
  • د سرچینو (منابعو) لیست اړوند نورو معلوماتو  د ترلاسه کولو لپاره اړوند پوهنځۍ ته مراجعه وکړئ.
  • د آزموینې اخیستلو ورځ به د کانکور آزموینې ملې ادراې لخوا په رسمې ډول تاسو ته خبر درکړل شې.
  • د هغو غوښتونکو د ارزونې دوهم پړاو( د بهرني ژبو آزموینه او مرکه)چې  په ورودي آزموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړې،به دکابل پوهنتون لخوا واخیستل شې.
  • که چیري غوښتونکۍ یو له دغو پروګرامو ته لاره پیدا کړي ،مکلف دي چې د یو ځل لپاره (۲۵۰۰)افغانۍ د حق الشمول لپاره ورکړي.
  • د ماسټرۍ په ټولو پروګرامونو کې تدریس پرته له (دري او پښتو) په بهرنیو ژبو(عربې او انګلیسې) ورکول کیږي.

د کابل پوهنتون د ماسټرۍ پروګرامونو د هر سمیسټرڅانګه او فیس

 لاندی جدول کښی کتلی شی.

 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements