د رياست الوزراء سياسي مرستيال خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه. 

nasir_admin
Tue, Jan 30 2024 4:36 AM
ngghfhgf


په یاده غونډه کې د ا.ا.ا ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اوریدلو وزیر شیخ الحدیث خالد حنفي، انس حقاني، ولایتي مسؤلینو، د شیخ زايد پوهنتون رهبري او استادانو، د خوست ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د ا.ا.ا د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې وویل، امارت له نړۍ او په خاص ډول له ګاونډیو هېوادونو سره ښه تعامل لري، د ښه تعامل له وجې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ښې پر مخ روانې دي، نوموړي زياته کړه، چي د هېواد د آبادۍ په برخه کې به د اوبو مدیریت لپاره راتلونکې کال کې ۴۰۰ چیکډیمونه جوړ شي.
وروسته انس حقاني په خپلو خبرو کې وويل، یوه ټولنه هغه وخت کې ترقي کوي؛ چي امنيت او استقلالیت ولري، نوموړي له ټولو ګډنوالو غوښتنه وکړه، چې د هېواد په هره برخه کې خدمت کوئ؛ نو اخلاص په پام کې نیسئ.
ورپسې د شیخ زايد پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د شیخ زاید پوهنتون پر مخينې، لاسته راوړنو او ستونزو خبرې وکړې.
 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS