د لوړو زده کړو وزیر د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو لویې دورې فاضلانو په فراغتغونډه کې ګډون وکړ.

ameen_admin
Mon, Mar 04 2024 7:18 AM
adskjkjsakdja


د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو لویې دورې ۹۲ فاضلانو په فراغتغونډه کې د ا.ا.ا مشرانو مسؤلینو، شیوخو کرامو او د فاضلانو د کورنیو غړو ګډون کړی وو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یادو مراسمو کې وویل چې د دین، هېواد او حریت ساتل د همدغو علماء کرامو، مدرسو او جهاد له برکته دی. نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د عصري زده کړو او د هېواد د ابادۍ ترڅنګ، دیني زده کړو ته هم پاملرنه کوي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم فارغو فاضلانو ته په خطاب کې وویل چې الله تعالی تاسو ته پر ستر مقام سربېره، د حق وینا، د ظلم او خیانت پر وړاندې درېدلو او د اسلامي نظام د ملاتړ مسؤلیتونه در په غاړه کړي دي.
هغه له یادو فاضلانو وغوښتل چې د خپلو زده کړو سلسله جاري وساتي، خلکو ته علم او دین ورسوي، خپل مسؤلیت، چې د انبیاء علیه السلام میراث او د ځمکې خلافت دی، په سم ډول اداکړي، په منصب او چوکیو پسې ونه ګرځي.
همدا راز د لوړو زده کړو وزیر وویل چې د کفارو د منفي تبلیغاتو او پروپاګند پر وړاندې مبارزه او ځواب ویل یوازې د نظام دنده نه، بلکې د هر عالم او مسلمان مسؤلیت دی چې د هغوی کینه‌کښ اهداف په ډاګه او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د مراسمو په پای کې د مشرانو مسؤلینو او شیوخو کرامو له لوري فارغو فاضلانو ته د فضیلت دستارونه وتړل شول.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS