د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

naser_admin
أحد, سبتمبر 21 2025 12:39 مساء
536783700000002

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د هند، ازبیکستان، ایران، ترکیې، بنگلادېش، انگلستان، سریلانکا او پاکستان هېوادونو ۲۹ بهرنیو او داخلي استادانو او څېړونکو ګډون کړی و. 
په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د یاد کنفرانس دائریدو له امله له جامي خصوصي پوهنتون څخه مننه وکړه او د اسلام له نظره یې پر کیفیت خبرې وکړې او ویې ویل: «د کیفیت په تضمین سره د انسانیت ټوله زنده ګي برابریږي او انسان په هر میدان او هر طرف کې کیفیت ته اړتیا لري.» 

محترم شیخ صاحب تر فتحې وروسته د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې موږ په دریو برخو کې مهمې لاسته راوړنې لرو، چې د فساد ازاله، کمزوري حالت ځواکمنتیا او پراختیا ده او زیاته یې کړه چې د لوړو زده کړو په نظام او په ځانګړي ډول نصاب کې ډېرې ستونزې وې، د بېلګې په ډول د ډاروین عقیدې تدریسېدل، اخلاقي فساد ته لمن وهل او نور د اسلام مقدس دین د عقیدې او ارزښتونو خلاف محتوا تدریسېده، چې د له منځه تلو په حال کې ده.  

دغه راز محترم شیخ صاحب د خصوصي پوهنتونونو له استازو وغوښتل چې په خپلو علمي او تدریسي چارو کې کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه هر مسؤل د نظام د استازي په توګه مسؤلیت لري، چې په پوره اخلاص او ښه ډول خپل مسؤلیت ادا کړي. همدا راز ژمنه یې ورسره وکړه چې لوړو زده کړو وزارت او ا.ا.ا یې پوره ملاتړ کوي او د پرمختګ زمنیه ورته برابروي. 

همدارنګه د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار په هرات ولایت کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د صنعتي ښارګوټي جوړول، د صنعتي فابریکو زیاتوالی، د ملي او نړیوالو ستر پروژو پرانیسته؛ لکه د ټاپي پروژه، د اورګاډي لیکې، ترمینل او نور هغه څه دي چې د هرات ولایت د صنعتي کېدو نښه بلل کېږي. 

د یادونې وړ ده د دغه کنفرانس په دوو ورځو کې به د داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري ۶۵ مقالې وړاندې شي. 

نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د ربیع الاول ۲۸مه 
۱۴۰۴هـ.ش، د سنبلې ۳۰مه
۲۰۲۵م، د سپمټبر ۲۱مه

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS