د ماسټرۍ په کچه د ټایلنډ تحصیلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin

Due

-

په جده کې مېشت د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) کې د افغانستان دایمي استازولۍ، غړو  هیوادونو ته د ماسټرۍ په کچه د ټایلنډ هیواد د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.

د اړتیا وړ سندونه:

•          د نوماند د لېسانس دورې د نمرو سلنه باید له ۶۵ کمه نه وي

•          د بورس غوښتنې فورم ډکول

•          د ډيپلوم کاپي

•          د نمرو د ټرانسکرېپټ کاپي

•          پېژندپاڼه

•          برېښنايي پاسپورټ

•          د روغتیايي معایناتو بشپړول

د یادونې وړ ده چې د یادو بورسونو د غوښتنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱‌م‌ کال د مارچ میاشتې ۱۵ پورې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب ۲۵‌مې نیټې سره سمون لري، ده.

پر شرایط برابرو غوښتونکو ته خبر ورکول کېږي؛ که چیرې د یاد هیواد تحصیلي بورسونو کې د نوم لیکنې غوښتونکي وي په https://tica-thaigov.mfa.go,th/en/en/index وېب‌پاڼه کې تر نوم لیکنې وروسته، د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ میاشتې ۱۵ نیټې، چې د ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ نیټې سره سمون لري، وړاندې دې د نوماندۍ سندونه د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش تالار (۲۱)مې غرفې ته وسپاري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

۱- لومرۍ شمېره

۲- دویمه شمېره

۳- درېیمه شمېره

۴- څلورمه شمېره