د ماسټرۍ په کچه د (چین) شانګهای همکاریو سازمان د تحصیلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin

Due

-

شانګهای د همکاریو سازمان، د یوه لاره او یو کمربندBRI  (Belt and Road Initiative) غړو هېوادونو ته د Full Scholarship and Partial Scholarship تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. دغه تحصیلي بورسونه د سیاست، حقوق، اقتصاد او د چین کلتور څانګو کې د ماسټرۍ په کچه دي. مینه‌وال کولای شي له http://srs.ruc.edu.cn/ او یا هم http://international.ruc.edu.cn/application/  وېب‌پاڼو څخه د ۲۰۲۱کال د اپرېل تر ۳۰‌ مې په آنلاین توګه نوم‌ لیکنه وکړي.

ټولو په شرایط برابرو مینه‌‌والو ته خبر ورکول کېږي؛ که یادو تحصیلي بورسونو ته نوم‌لیکنه کوي نو کولای شي چې له اصلي تحصیلي سندونو او د نوماندۍ سندونو له سکن او کاپي سره د ۲۰۲۱ کال اپرېل میاشتې له ۳۰‌مې مخکې د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱مې غرفې ته ورشي.

1- فایل

2- فایل