داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

nasir_admin
FGFGFGFHF

Publish Date

Closing Date


عنوان: د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې او انجنيري پوهنځيو د انټرنټ شبکې جوړولو، انسټالولو او لګولو پروژه.
 
د داوطلبۍ شمېره:   MOHE/1402/NCB/G-058    
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې او انجنيري پوهنځيو د انټرنټ شبکې جوړولو، انسټالولو او لګولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {17/11/1402} نېټې د سه شنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي. 
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو 70,000 ( اویا زره) افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر ضمانت بايد ۲۸ ورځې زيات د افر د باور له نېټې څخه وي، يعني د افر د پرانيستې څخه ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
د افر خلاصولو غوڼده به د {17/11/1402} نېټې سه شنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.   
د اړیکو شمېره:0202514078
برېښنا لیک: taherahsas29@gmail.com