د لېسانس په کچه د کوېټ هېواد د څلورو بورسونو خبرتيا

Anonymous (not verified)
ل

د بورسونو شرطونه :

ـــ د غوښتونکو د درې کلنو نمرو سلنې- بايد له 95% پورته وي.

ـــ د فراغت کال يې باید ۱۳۹۸ وي.

د اړتيا وړ اسناد:

  • د ښوونځي شهادتنامه چې د بهرنیو چارو وزارت له لورې تائید شوې وي.
  • الیکټرونیکې پاسپورټ باید ولري.
  • د تابعيت تذکره
  • د جرمونو د عدم مسؤولیت فورم
  • څلور قطعې عکسونه
  • روغتیایې معاینات

د تېرکال د معلوماتو سره سم اړوند څانګې:

  • شرعيات " دوه سیټه "
  • د عربي ژبې ادبیات " يو سیټ "
  • اداري علوم " يو سیټ "

پورتنیو شرایطو ته په کتو سره هغه کسان چې په یادو بورسونو کې د نوم لیکنې لېوالتیا لري کولای شي د نوم لیکنې او د نوماندۍ، تعهد نامو، تضمین خطونو، جرمي مسولیت نلرلو، د فراغت د تائیدۍ استعلام او د روغتیایې معایناتو د فورم اخېستلو لپاره دې د بهرنیو اړیکو او د بورسونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي او د ۱۳۹۹/۱/۵ نیټې څخه دې دمخه یاد فورمونه بشپړ کړي او دوباره دې یاد ریاست ته تسلیم کړي. په هغه صورت کې چې د متقاضیانو شمیر د بورسونو له شمېر څخه زیات وي ۴ تنه له متقاضیانو څخه د ښوونځي د درې کلنو نمرو د لوړې سلنې په اساس ښایې وټاکل شي او لومړیتوب به هغه چاته ورکول کیږي چې د ۱۳۹۸ کال د کانکور په ازموینه کې د ګډون حق ولري.

يادونه: هغه متقاضیان چې د دغو ۴ سیټه بورسونو لپاره وټاکل شي د بورسونو ورکونکي هیواد ته له لېږلو وروسته باید لاندې لارښونې په پام کې ونیسي:

۱ـ  محصلان باید د پوهنتون او لیلیې اصول په پام کې ونیسي او مراعت یې کړي.

۲ـ  محصلان باید د وخت پابند واوسي ځکه درسونو ته ناوخته تګ يې په صنف کې د زده کړو په جریان کې خنډ رامنځته کوي.

۳ـ له شپږو ساعتونو زياته غیرحاضرې په استثناء د ناروغۍ چې د ډاکټر او روغتون لخوا تائید شي د منفک کیدو باعث کېږي.

۴ـ محصلان نشي کولی چې پرته له قانوني رخصتۍ چې له هر سمسټر وروسته یې يوه میاشت لري د رخصتۍ لپاره غوښتنليک وړاندې کړي او يا له کوېټ هېواد څخه بهر کوم بل هیواد ته لاړ شي.

 

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۰:۳۲
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

 

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تدارک وسایل تکنالوژی مرکز وزارت بابت سال مالی 1404 را . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۵:۱
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

 

موضوع: اطلاع عقد قرارداد پروژه تهیه و تدارک قرطاسیه جات و مواد تنظیفاتی مورد ضرورت شفاخانه تدریسی علی آباد بابت سال مالی 1404.

بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

اعلان نتایج امتحانات مراحل عالیه وعالمیه

به تمام علمای کرام ولایت‌های غور، دایکندی و بدخشان که در امتحانات شش ‌روزه مراحل عالیه و عالمیه ماه شوال سال ۱۴۴۶هـ.ق اشتراک کرده و موفق شده‌اند، اطلاع داده می‌شود که می ‌توانند نتایج . . .

بازگشت به اطلاعیه ها