د لېسانس په کچه د اندونیزیا هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

baqir_admin
ل

Due

-

د اندونیزیا هېواد Sebelos Maret  پوهنتون لوړو زده کړو وزارت ته د لېسانس په کچه د ۲۱ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.

د بورس د اړتیا وړ اسناد او شرایط:

          شهادتنامه او د ښوونځي درې کلنې نومرې چې سلنه یې لږ تر لږه ۷۰ وي

          د تابیعت پېژندپاڼې درلودل

          د پاسپورټ درلودل چې د باور وخت یې لږ تر لږه ۲ کاله وي

          د داوطلب عمر باید له ۲۵ کالو زیات نه وي

          د داوطلب ټول اسناد باید په انګرېزي ژبه ژباړل شوي وي

          داوطلب باید د اندونیزیا ښاروند نه وي

نوملیکنه په انلاین بڼه په http://spmb.uns.ac.id  https://uns.ac.id وېبپاڼه کې کېږي او نوملیکنه د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې له ۱۷مې چې د غویي له ۲۷مې سره سمون لري، پیل او د ۲۰۲۱ کال، د جولای ۳۰مې پورې چې د ۱۴۰۰ کال د زمري ۸مې نېټې سره سمون لري، دوام لري. دغه راز له ټاکل شوې نېتې وروسته داوطلبان نه منل کېږي.

د یادو بورسونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره له humas@mail.uns.ac.id برېښنالیک سره اړیکه ونیسئ.

د بورس امتیازونه:

          د پوهنتون د فیس لګښت، د ژبې د زده کړې فیس، د اوسېدو ځای، روغتیایي بیمه او په پوهنتون کې نوملیکنه وړیا ده.

          د الوتکې ټکټ او نور لګښتونه پخپله د داوطلب پر غاړه دي.

نو ټولو د شرایطو وړ مینوالو ته خبر ورکول کېږي چې که غواړي په یاد هېواد کې تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه وکړي، په پورته وېبپاڼه کې له انلاین نوملیکنې سربېره کولای شي چې د نوملیکنې او فورم ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت منښت ۲۱مې عمومي غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره یو ځای ورشي او خپل اسناد د ۲۰۲۱ کال د جولای ۱۵مې پورې چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ له ۲۴مې سره سمون لري، دغه وزارت ته وسپاري.

دانلود

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .