د بدخشان پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا!

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۵:۴۸
55521210110

Closing Date

 بدخشان پوهنتون د اول ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټر په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د اقتصاد پوهنځی؛
* د امور مالي او بانکي دیپارټمنټ (۱) بسته. 
•    د منجمنټ و اداره تشبثات دیپارټمنټ (۱) بست.
د علوم اجتماعي پوهنځی؛
•    د جغرافیه دیپارټمنټ (۱) بست. 
د زراعت پوهنځی؛
•    د اگرانومی دیپارټمنټ (۱) بست. 
•    د ځنګلونو او منابع طبيعي دیپارټمنټ (۱) بست.
د انجینري پوهنځی؛
* د سیول دیپارټمنټ (۱) بست. 
* د جیولوجي او معادن دیپارټمنټ (۱) بست.

داوطلبان کولای شي، چې د ۶/۶/۱۴۰۳ هـ.ش څخه تر ۲۶/۶/۱۴۰۳ هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements