د تعلیم و تربیه کابل پوهنتون علمي کادر بست خبرتیا!
Closing Date
تعلیم و تربیه کابل پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی؛
د دری ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۲/۶/۱۴۰۳ هـ.ش څخه تر ۱۲/۷/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
