البیروني پوهنتون بیا عادي حالت ته د راګرځېدلو لپاره د بحران مدیریت تدابیر پلي کېږي
د البیروني پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنې وروسته د علمي کادري او اداري غړو تر منځ ژور خفګان رامنځته شوی.
نو د حالاتو د مدیریت او ژر تر ژره عادي حالت ته د راګرځېدلو لپاره د البیروني پوهنتون علمي چارو معاونیت د بحران د مدیریت درې مرحله یي طرحه وړاندې کړه او پلي کول پیل شول.
د یادې طرحې پر بنسټ لومړی د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې د کوید-۱۹ ویروس څخه د ځان ساتنې روغتیايي پاملرنو په پام کې نیولو د ختم مراسم ترسره شول.
وروسته بیا د دغه بنسټ په کچه د څو کمېټو غونډې د علمي کادر غړو په ګډون جوړې شوې او د کرونا ویروس خپرېدړ په موده کې د فعالیتونو طرحې وړاندې او تصویب شوې، چې همدې اوونۍ کې د علمي ګمارنې او منفکۍ، علمي څېړنو او نشراتو کمېټې جوړې شوې. ورسره د همدې اوونۍ په اوږدو کې په دې برخه کې ۲ علمي کنفراسونه جوړ شول.
په ورته وخت کې د یادې پښې له امله ټپي شویو همکارانو د وضعیت تعقیبول هم د البیروني پوهنتون مشرتابه پلاوي د ورځنیو فعالیتونو برخه ګرځېدلې ده.
