اووم تحصیلي نندارتون په کابل کې جوړ شو
اووم تحصیلي نندارتون چې بېلابېلو تحصیلي بڼسټونو پکې خپل علمي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، د دولتي چارواکو په ګډون په کابل کې د افغانستان د نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو.
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي زدکړیالانو چارو مشر پوهندوی ډاکټر خیبر سیفي نندارتون په هېواد کې د زده کړو په برخه کې د شته فرصتونو معرفي کولو لپاره یوه لار وبلله او په افغانستان کې د تحصیلي فرصتونو ملاتړ یې په هېواد کې د ځان بسیاینې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره یو ارزښتمن ګام وباله.
