باچا خان علمي څېړنیز مرکز د سولې ملي کنفرانس جوړ کړ
دغه کنفرانس په کندهار پوهنتون کې د دولتي چارواکو او ځوانانو په ګډون جوړ شو.
په ياد کنفرانس کې د پوهنتون استادانو او نورو علمي شخصيتونو د باچاخان په ژوند او مبارزو مقالې ولوستلې او همداراز د سولې تر نامه لاندې شعرونه او یوه په زړه پورې تمثيلي ټوټه نندارې ته وړاندې شول.
د کندهار پوهنتون رييس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق د باچاخان علمي څېړنيز مرکز د همکارانو هلي ځلي وستايلې او هیله یې وښوده چې یاد بنسټ به د عامه پوهاوي اړوند خپلي کړنې نورې هم ګړندۍ کړي.
