بلخ پوهنتون تدریسي روغتون کې نوي طبي وسایل فعال شول
د یاد تدریسي روغتون مسوولینو په وینا په دغه روغتون کې د ناروغانو د غوره درملنې لپاره، بسترخونه، د زړه ناروغانو لپاره د زړه ګراف او د بېړنیو ناروغانو لپاره د کاردیک مانیټور په نوم ماشینونه، لابراتوار، د درملو لپاره د سټوک په نوم منظم سیسټم، د الټراسونډ په وسیله ټلوېزیوني معاینات، د امیندوارو مېرمنو ولادت او د بېړنیو ناروغانو لپاره جلا او ځانګړې خونې فعالې شوې دي.
