تدارکاتي خبرتیا ! 

ameen_admin
ظطتانتسشی


د میوند تدريسي روغتون ټولو په شرایطو برابرو نوماندانو ته بلنه ورکوي، چې د میوند تدريسي روغتون ریاست د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د ډيزل تيلو پروژې د داوطلبۍ په پرانیستې پروسه کې ګډون وکړي او د قرار داد کاپي د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۱ کاري ورځو پورې د میوند تدريسي روغتون د تهیه او تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي. یاده شرطنامه ولولي او خپل آفر په شرطنامه کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په بند سر پاکټ کې وسپاري، ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی او د افر خلاصولو غونډه به په قرارداد کې ذکر شوې نېټې سره سم د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د میوند تدريسي روغتون د مالي او اداري امريت شعبه کې ترسره شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements