خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

کندهار پوهنتون غواړي چې د دغه پوهنتون ښځينه زدکړیالانو، کادري روغتون او د نوکریوالۍ (۲۳۱) کسیزه پرسونل ته د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د اعاشوي وطني یا معادل توکو لکه؛ اعلی وریجې، سپین غر یا یې معادل غوړي، سره لوبیا، وطني اعلی نخود، اعلی درجه ایودین لرونکې مالګه، میده بوره، ډولا شین چای، وطني مایع شیدې،هګۍ، اعلی درجه د دېګ مصاله، روب، وچه ډوډۍ، د غوایي بې هډوکو غوښه، اعلی درجه موسمي میوه (مڼې، د ننګرهار مالټې، هندواڼه، خټکی، کېلې) اعلی درجه موسمي سبزي (کچالو، پالک، کدو، بېنډۍ، رومیان، پیاز، تور بانجان، هوږه، ګلپي، د لوښو وینځلو شامپو او مایع ګاز) د ترتیب او تدارک قراداد ورکړي، نو ټول د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې خپل غوښتنلیکونه د جواز او پېژندپاڼې له اصل او رنګه کاپي سره یو ځای د روان کال د وري له ۷ تر ۲۱مې پورې د کندهار ولایت مقام د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري او خپل آفر او شرطپاڼه د دغه ولایت تدارکاتو مدیریت څخه تر لاسه کړي. د قرارداد اړوند آفر د پرانیستلو نېټه د وري میاشتې تر ۲۲مې ده چې د یکشنبې په ورځ په ولایت مقام کې جوړېږي. آفرونه د پلاوي په شتون کې پرانیستل کېږي، تړون په تړلي آفر او یوه داوطلبۍ کې تر سره کېږي، داوطلبان دې خبر وي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders