داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

ameen_admin
GFFDFD

Publish Date

Closing Date

عنوان: د کندهار ولایت د ابراهيم النخعي (رح) تخصصاتو ریاست د کمپيوټر او پرنټر اخېستلو پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-037
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو هغو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کندهار ولایت د ابراهيم النخعي (رح) تخصصاتو ریاست د کمپيوټر او پرنټر اخېستلو پروژې په پروسه کې ګډون کړی وو او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي اوسې. خپل افرونه(وړاندېزونه) د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۱ کال د دلوه ۱۱مې نېټې پوري، چې د سشنبې په ورځ د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (25000) پنځه ويشت زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي. 
د افر ضمانت بايد ۲۸ ورځې د افر د باور له نېټې څخه زيات وي، يعني د افر د پرانيستې څخه ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
د افر پرانيستې ناسته د ۱۴۰۱هـ ش کال  د دلو ۱۱ مه، د شنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت، د تدارکاتو رياست د افر پرانيستلو صالون کې، چې د کابل په درېيمه ناحیه، څلورمه کارته کې موقعيت لري ترسره کېږي. 

د اړيکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: sardaraghasamadi76@gmail.com 
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۱ کال د دلو میاشتي په ۱ نېټه د شنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو او خدماتو د تدارکاتو آمريت کې دايرېږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders