داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د v-sat او P2P له لارې د ۲ لاټونو په ګډون پنځو تحصيلي بنسټونو( غور، دایکندي، فراه، بادغیس او نورستان) لپاره د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-033
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د v-sat او P2P له لارې د ۲ لاټونو په ګډون پنځو تحصيلي بنسټونو( غور، دایکندي، فراه، بادغیس او نورستان) لپاره د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {28 اسد 1402} نېټې، د ( شنبې ) ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو بڼه اخېستل کېږي.
د اول لاټ ( غور، دایکندي او نورستان) لپاره (56,500) شپږپنځوس زره او پنځه سوه افغانۍ قيمت په اندازه وړاندې کېږي.
دويم لاټ ( بادغيس او فراه) لپاره (27,000) اووه ويشت زره افغانۍ قيمت په اندازه وړاندې کېږي.
د دواړو لاټونو لپاره ټول (83,000) درې اتیا زره افغانيو قيمت په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به د {28 اسد 1402} نېټې د (شنبې) په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د اسد میاشتي په ۱۷مه نېټه سه شنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.
