دوکتورا لپاره د یوشمېر استادانو د استولو پروسې چټکتیا په موخه ناسته ترسره شوه

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۴:۵۱
ل

دوکتورا پروګرام ته د ځینو استادانو استولو چټکیا او په اړوند ۲۵ بنسټونو کې د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کولو له بهیر څخه د څارنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ غونډه جوړه شوه

په دغه غونډه کې چې د ويډیو کنفرانس له لارې د ځینو تحصیلي بنسټونو رییسانو، علمي پروګرامونو پراختیا رییس او د بهرنیو اړیکو او بورسیو د تنظیم رییس په ګډون جوړه شوه، لومړی د لوړو زده کړو وزارت علمي معین عبدالتواب بالاکرزي د البیروني پوهنتون استادانو او مشرتابه پلاوي ته چې تېره شنبه یې پر موټر د سړک د غاړې ماین چودلی و، خپله خواخوږي څرګنده کړه او تسلیت یې ووایه.

ورسره یې د علي آباد روغتون او نورو روغتیايي مرکزونو له ډاکټرانو او اړوندو مسوولینو څخه مننه وکړه چې په وخت یې د پېښې د ټپیانو درملنه کړې وه.

وروسته یې د دوکتورا پروګرام ته د پنځو کلونو لپاره هر کال سل استادانو د استولو او د راتلونکي کال لپاره د ۲۵ ماسټرۍ پروګرامونو رامنځته کولو بهیر نهايي معلوماتو شریکولو په هکله وینا وکړه. هغه واحدونو چې تر اوسه یۍ په اړه ګام نه دی پورته کړی هدایت ورکړ چې ژر تر ژره د وړ استادانو او وړاندیز کېدونکو پروګرامونو نوملړ لوړو زده کړو وزارت سره شریک کړي.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي بهرنیو اړیکو او بورسیو تنظیم او علمي پروګرامونو پراختیا ریاستونو ته هدایت ورکړ چې د هېواد له تحصیلي بنسټونو سره په همغږۍ د ماسټرۍ پروګرامونو او د دکتورا پروګرامونو لپاره وړ استادانو نوملړ تر توحید وروسته نهایي او دا ملي پروسه بشپړه کړي.

علمي معین یو ځل بیا تحصیلي بنسټونو ته ټینګار وکړ چې د هېواد، ولایت، سیمې اقتصادي پراختیا لپاره اغېزناکتیا په پام کې نیولو سره د څانګو ماسټرۍ پروګرامونه طرحه کړي او ژر تر ژره یې د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د دې پلان پر بنسټ د هر پروګرام لپاره د څلور تنو علمي کادر غړو د دوکتورا تر کچې ظرفیت لوړېږي او وروسته به بیا په يادو تحصیلي بنسټونو کې د فوق لېسانس پروګرامونو ( ماسټرۍ پروګرامونه) په رامنځته کولو کې به ګومارل کېږي.

 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS